کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د ازبکستان د استخباراتو رییس د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، ا.ا د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او باید په دغه مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي.
د راپورونو له مخې، د ازبکستان د استخباراتو رییس عبدالسلام عزیزوف نن د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د دغه هېواد استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
هغه ویلي، افغان شریکان باید د دغه کړکېچ پر وړاندې یوازې پاتې نه شي.
ده زیاته کړې، له داعش سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده؛ ځکه د هغه په وینا، د مبارزې لوري کمزوري کول به د دغې ډلې د پیاوړتیا لامل شي، او د سیمې امنیت به لا زیات له ګواښ سره مخ کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا ویلي، دا واقعیت دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې داعش ډله ځپلې او د هغوی ځواک یې له منځه وړی دی.
ده ویلي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر دوه اړخیزو اړېکو باور لري او د دغو اړېکو د پراختیا غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP