ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

ګردېز کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
4 Sep 2024 - 18:29
ګردېز کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
4 Sep 2024 - 18:29

ګردېز (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د پکتیا په مرکز ګردېز کې د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو چارو د پيل مراسمو کې د ګردېز ښاروال مولوي حبيب‌الرحمن منصور وويل چې د UNOPS  مؤسسې له خوا سږ کال د ګردېز له ښاروالۍ سره د ۲۸ پروژو پلې کېدو ژمنه شوې چې د څلورو يې نن چارې پيل شوې.

د ښاروال په وينا، په يادو پروژو کې د ښار لومړۍ ناحیه کې ۶۲۷ متره او دویمه ناحیه ۶۱۱ متره فرعي کوڅو کانګريټ، د پکتيا پوهنتون مخې ته د ۱۲۴۰ متره په اوږدوالي پلي لار جوړول او همداشان د پوهنتون مخې ته د ۱۲۴۰ مترو په اوږدوالي د يوې ویالې جوړول شامل دي.

نوموړي وويل: «دا نن چې د پروژو چارې چې پيل شوې دا د «UNOPS» په مالي ملاتړ تطبيقېږي چې څلور سوه زره امریکايي ډالر پرې لګول کېږي، يادې مؤسسې زموږ له ښاروالي سره د ۲۸ پروژو تطبيق ژمنه کړې چې د څلورو يې چارې‌ پيل شوې او نورې به يې هم په نږدې وخت کې پيل شي.

په ورته وخت کې، د ګردېز يو شمېر ښاريان هم د يادو پروژو پيل ته خوښ دي.

د ګردېز ښار دويمې ناحيې يوه اوسېدونکي هرات‌ګل پژواک ته وويل چې د ګردېز ښار د ښکلا او د ښار داخلي کوڅو او پلې لارو په معياري ډول جوړېدو ته په تېر کې هيڅ پام نه دی شوی.

هغه له مسوولينو وغوښتل چې ګردېز ښار اړوند ډېرو استوګنيزو سيمو کې سړکونه خامه دي چې له امله يې په ژمي او د بارانونو پر مهال خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي چې بايد مسوولين يې جوړېدو ته پام وکړي.

بل لور ته، د ګردېز ښاروالۍ مسوولين وايي، د ښار د ښکلا او د داخلي سړکونو د معياري جوړونې برخو کې ورسره يو شمېر نورو موسسو هم د ځينو پروژو پلې کېدو ژمنې کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.