ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر لوستي ځوانان: لوړې زده‌کړې لرو خو بیا هم دندې نه راته پیدا کېږي

یو شمېر لوستي ځوانان: لوړې زده‌کړې لرو خو بیا هم دندې نه راته پیدا کېږي

author avatar
4 Sep 2024 - 12:16
یو شمېر لوستي ځوانان: لوړې زده‌کړې لرو خو بیا هم دندې نه راته پیدا کېږي
author avatar
4 Sep 2024 - 12:16

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): کابل کې يو شمېر لوستي ځوانان وايي، سره له دې چې لوړې زده‌کړې يې کړې خو بیا هم دندې نه ورته پيدا کېږي، خو حکومتي مسوولين دغه ډول ځوانانو ته د کار پيدا کېدو برخه کې د بېلابېلو پروګرامونو درلودو خبره کوي.

د کابل اوسېدونکو یادو ځوانانو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دوی د پوهنتونونو له بېلابېلو پوهنځیو فارغ دي خو اوس ورته په هيڅ ځای کې دنده نه پيدا کېږي.

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې يو اوسېدونکی احسان چې د يوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ دی او اوس په دې سيمه کې ریکشا چلوي وايي، له فارغېدو وروسته په دنده پسې ډېر ګرځېدلی، خو چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دی وايي، دا چې دنده یې پیدا نه کړه، اړ شو ريکشا واخلي او خپل ورځنی ژوند پر مخ بوځي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې لوستو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او د خلکو اړتیاوې دې په پام کې ونیسي.

ورته مهال، د عبدالله په نوم يو بل لوستی ځوان چې د سړک پر غاړه رختونه پلوري وايي، له زده‌کړو وروسته يې هيله درلوده چې دنده پیدا کړي، خو دا چې کومه مناسبه دنده يې ونه مونده، اړ شو رختونه وپلوري.

هغه چې په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغ دی وايي، هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پیدا کوي او د خپلې کورنۍ ځینې اړتیاوې پرې پوره کوي.

په همدې حال کې، د اسلاميار ارين په نوم يو بل ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د انجنيري له پوهنځي فارغ دی وايي، ټولو لوستو ځوانانو ته بايد خپل حق ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، که چېرې ځوانانو ته د لياقت او وړتيا پر اساس دندې ورکړل شي، نو دغه کار به د هېواد د پرمختګ برخه کې ګټور تمام شي.

ده هم له حکومته وغوښتل چې لوستو ځوانانو ته پاملرنه وکړي او هغوی ته په ادارو کې د دندو کولو زمينه برابره کړي.

بلخوا، د چارو کارپوهان بيا وايي، که حکومت لوستي ځوانان ځان‌ ته نږدې کړي، نو په هېواد کې دننه د ځوانانو لپاره کافي کاري فرصتونه شته.

د ظرفيت لوړونې نړۍوال ټرينر دوکتور حیات‌الله عتید پژواک ته وويل، دا چې افغانستان ډېرې طبیعې زېرمې لري، اوبه او هوا یې ښه دي، نو دا د کار لپاره مناسب چاپېريال دی او ځوانان بايد له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

نوموړي وويل: «ځوانان په غېږ کې رانيولو ته ضرورت لري.»

دی وايي، که چېرې ځوانانو ته د حکومت او نورو ادارو له لوري چانس برابر شي، کولای شي له ټولو اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کړي.

هغه دغه راز زياته کړه چې ځوانان بايد بهرنیو هېوادونو ته زړه ښه نه کړي او پر ځای دې یې په خپل هېواد کې پر ځان او کار تمرکز وکړي.

ورته مهال، د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند عبدالسميع ابراهيمي پژواک ته وويل، د تېرو څو لسيزو جګړو، طبیعي پېښو او د غرب له لوري پر اسلامي امارت وضع شوي مالي تحريمونو په افغانستان کې د کار بازار ټکنی کړی دی.

نوموړی وايي، د اسلامي امارت هڅه دا ده چې ځوانانو ته په بېلابېلو امارتي ادارو کې د کار زمينه برابره کړي.

هغه وویل، یاد وزارت د ازاد رقابت له لارې د بېلابېلو ادارو بستونه اعلانوي او وړ کسان ورته ګومارل کېږي.

ده زياته کړه: «د کار او ټولنيزو چارو وزارت هغو ځوانانو ته چې زده‌کړې يې نيمې پاتې او په راتلونکي کې له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان نه وي، په يو ډول باندې د کار څښتن واوسي، د مسلکي او حرفوي زده‌کړو برنامې دايروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په تېره جولای میاشت کې په کابل کې افغان چارواکو د کار ملي کنفرانس پر مهال وویل چې د بېکارۍ کچې کمولو لپاره هڅې کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.