Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان فوټسال کې نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن (چهارشنبه) له نیوزیلېنډ سره لوبه وکړه چې په پایله پنځه پر یو د دې سیالۍ ګټونکې شوه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله په تېرو دوو لوبو کې ګواتیمالا ته ماته ورکړې او د کویټ پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده.

دغه سیالۍ د ټایلېنډ په کوربه‌توب روانې دي چې د افغانستان په ګډون د ټایلېنډ، ګواتیمالا، کویټ او نیوزیلېنډ لوبډلې په کې برخه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.