Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«نایجریا کې پر یوه کلي وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي»

«نایجریا کې پر یوه کلي وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي»

author avatar
4 Sep 2024 - 10:10
«نایجریا کې پر یوه کلي وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي»
author avatar
4 Sep 2024 - 10:10

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د نایجریا د ختیځ په «یوبي» ایالت کې وسله‌والو پر یوه کلي برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي دي.

امریکا غږ د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله لیکلي چې په برید کې د ۸۱ کسانو د وژل کېدو تر څنګ، ګڼ شمېر کسان بې‌درکه شوي هم دي.

سرچینې د یوبي ایالت د پولیسو ویاند عبدالکریم دونګس له قوله لیکلي چې د یادو وسله‌والو شمېر ۱۵۰ کسانو ته رسېده او دغه پر وسلو سمبال کسان پر موټرسایکلونو سپاره وو او د یاد ایالت پر «مافا» نومي کلي یې برید کړی.

هغه ویلي چې وسله‌والو د خلکو کورونو او هټیو ته اور اچولی دی.

ده ادعا کړې چې څه موده مخکې د همدغه کلي «څارګرو» د بوکو حرام ډلې (جماعةاهل السنة للدعوة و الجهاد‌) دوه کسان وژلي وو او کېدای شي چې د همدغو کسانو د غچ اخیستو په موخه دا برید شوی وي.

یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.