Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ترافيکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د سره‌رود ولسوالۍ اړوند په رینګ‌روډ سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي د وږي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د سره‌رود ولسوالۍ اړوند رینګ‌روډ سیمه کې یوه ټېلر، دوو کرولا موټرو او یوې ریکشې ټکر کړی او تېلر موټر اور اخیستی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د زابلي په خبره، د پېښې ځای ته د سره‌رود ولسوالۍ د ترافیکو او د ننګرهار اطفايې مدیریتونو منسوبینو ځانونه ور رسولي، لګېدلی اور يې مهار کړی، ټپیان يې حوزوي روغتون ته لېږدولي او د مړي يې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

بلخوا، يوه عیني شاهد رحمت‌الله پژواک ته وويل، په مړه شوو کې یوه مور، دوه یې زامن، یوه یې لور او یوه یې نګور شامل دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، قربانیانو کې یو ځوان چې تازه د کوژدې کولو په موخه له لندنه راغلی و، هم شامل دی.

مسوولينو د موټرچلوونکو بې‌احتياطي د دې پېښې لامل په ګوته کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.