ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې د ۲۴ پلګوټو جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف ښار کې د ۲۴ پلګوټو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
5 Sep 2024 - 12:36
مزارشریف ښار کې د ۲۴ پلګوټو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
5 Sep 2024 - 12:36

 مزارشریف (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د بلخ د مرکز مزارشریف ښاروالي وایي چې د دغه ښار په ۱۲ ناحیو کې د څه باندې ۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۴ پلګوټو جوړولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلګوټي (پلچکونه) د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د ۸ میلیون، ۱۰۱ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړېږي.

سرچینې لیکلي، د دغو پلچکونو جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق له خلکو غوښتي څو د پلګوټو د ساتنې او څارنې برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د مرکز مزار ښار اوسیدونکي هم د یادو پلګوټو جوړېدل د خلکو د ستونزو هواري کې ګټور بولي.

د مزار ښار د درېیمې ناحیې اوسیدونکي محمدوکیل وویل چې پلچکونه د خلکو په اسانه تګ راتګ کې ګټور تمامیږي او له حکومته یې وغوښتل څو د مزار ښار تر څنګ د بلخ ولایت په لسوالیو کې هم دغه ډول پروژې پيل کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.