ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

امریکا کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Sep 2024 - 09:35
امریکا کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Sep 2024 - 09:35

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې پرون (چهارشنبه) د امریکا د جورجیا ایالت په اپالاچي ښوونځي کې د یوه ۱۴ کلن زده‌کوونکي له خوا ډزو کې څلور کسان وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې ویلي چې وژل شوي کسان دوه د ښوونځي زده‌کوونکي او دو ښوونکي دي.

د جورجیا ایالت د څېړنو ادارې مدیر کریس هوسي په یوه خبري ناسته کې ویلي: «د میسون شرمرهورن او کریستین انګولو په نومونو دوه نور ۱۵ کلن هلکان او د ریچارد اسپنوال او کریستینال ایریمي په نومونو دوه ښوونکي وژل شوي دي.»

د هغه په وینا، شکمن کس چې د ښوونځي زده‌کوونکی دی، سمدستي تسلیم او نیول شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.