ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي پرانيستل شول

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي پرانيستل شول

author avatar
5 Sep 2024 - 16:16
د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي پرانيستل شول
author avatar
5 Sep 2024 - 16:16

پل‌علم (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسه کې د کمپیوټرساینس او پالیسي او عامه ادارې پوهنځي پرانیستل شول.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې ريیس مولوي ضیاالاحمد صارم وویل، د لوړو زده‌کړو وزارت له منظورۍ وروسته د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي پرانیستل شول.

هغه زیاته کړه، دغه موسسه څلور نور پوهنځي هم لري خو اوس په کې د کمپیوټرساینس او عامه ادارې پوهنځي هم پرانیستل شول.

صارم زیاته کړه، د پخوا په پرتله د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې د پام وړ پرمختګ کړی؛ ځکه دا مهال محصیلین مجهز کتابتون، کمپيوټرلب او د لابراتوار څانګې هم په واک کې لري.

بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، اسلامي امارت ځوانانو ته د لوړو زده‌کړو برابرولو برخه کې خپلې هڅې دوه برابره زیاتې کړې دي.

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې یوازې د پوهنتون په درسونو بسنه ونه کړي، بلکې هڅه دې وکړي چې په خپلو څانګو کې نوره مطالعه هم ولري.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې یوه محصل عبدالرووف پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله په دې موسسه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

نوموړي د لوړو زده‌کړو له وزارته وغوښتل چې ژر تر ژره د دغه ولایت لوړو زده‌کړو موسسه د پوهنتون کچې ته لوړه کړي.

د یادونې ده، دا مهال د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسه کې ۱۲۰۰ محلصین په بېلابېلو څانګو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.