ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت یو دارالایتام جوړ شو

غزني کې د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت یو دارالایتام جوړ شو

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳ ): سېمه‌ییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترکي موسسې له لورې د ۳۰میلیون افغانیو په ارزښت یو دارالایتام جوړ شو.

دغه دارالایتام د ترکیې هېواد د «ای‌اچ‌اچ» موسسې له لورې،  د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ په مشکي سیمه کې جوړ او نن ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.

د ښاروالیو عمومي رییس مولوي اسحاق اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دارالایتام په لس جريبه ځمکه کې، په دوو پوړونو کېپه پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

هغه د معلوماتو له مخې، دغه دارالایتام ۱۴ درسي او د اوسېدولو اطاقونه، دوه غټ سالونونه، طعام خانه، یو مسجد، تشنابونه، اودسونوځای، د اوبو او برېښنا مجهز سیسټم لري.

هغه زیاته کړه،  د دغه دارالایتام په تعمیر ټولټال  ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او په يوه وخت د سلو يتيمانو د روزنې وړتيا ولري.

په افغانستان کې د ترکیې هېواد د (IHH) موسسې مشر امراء کایا وویل، دغه تعمیر د ترکیې هېواد د خلکو په مالي ملاتړ جوړ شویدی.

د مشکي سیمي یو تن قومي مشر غلام رسول وایي. په دغه سیمه کې د تېرو جګړو له امله زیاد ماشومان یتیمان شوي او اړتیا ده چې نوردارالایتامونه هم جوړ شي.

د یادونې ده، یادې موسسې تر دې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم ورته دارالایتام جوړ کړی و چې په یو وخت ۴۰۰ یتیمانو روزنهپه کې کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.