کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): د کېنیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په نیري ښار کې یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورو نو له مخې، د پنجشنبې په شپه د کېنیا هېواد په نیري ښار کې د «هېلسایډ انداراشا» په نوم د یوه ښوونځي لیلیه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د کېنیا پولیسو تایید کړې چې په دې پېښه کې ۱۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو وايي چې د یادې اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم خو او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د کېنیا چارواکو ویلي چې ښايي د دې پېښې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP