Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌اباد کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو مثبته پېښه ثبت شوه

 کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

د امریکا غږ مشال راډیو د خبر له مخې، د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام نن په یوه اعلاميه کې ویلي چې اسلام‌اباد کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی او له دې سره په پاکستان کې سږ کال، د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې په اسلام‌اباد کې د پولیو دا پېښه شاوخوا ۱۶ کاله وروسته ثبت شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر پولیو اخته دغه ماشوم اته کلن دی او د اسلام‌اباد په «څلورم يونين کونسل» کې اوسېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې، د اګست په ۲۲مه د سيند په حيدراباد کې شاوخوا دوه نيم کلنه ماشومه پر ګوزڼ اخته شوې وه او د اګست پر ۲۰مه د بلوچستان په خاران سیمه کې یوه ماشومه پر ګوزڼ تر اخته کېدو وروسته مړه شوې وه.

سرچينه ليکي، په اسلام‌اباد کې د ګوزڼ له تازه پېښې وروسته په پاکستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو پېښو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې په بلوچستان کې د پوليو ۱۲، په سيند کې درې او په پنجاب کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳ز کال پاکستان کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.