Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو ګډې پولې په صفري نقطه کې سره لیدلي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې غځولو، اوسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د چارو د پیل پر وروستیو تیاریو خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمدضیا تکل پر اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو پلاوو د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې په صفري نقطه کې کتلي.»

ده زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې غځولو، اوسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د چارو د پیل پر وروستیو تیاریو خبرې اترې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د دواړو لورو اړوندو ټیمونو په نږدې راتلونکې کې د یادو سترو پروژو د پیل مراسمو تیاري هم وارزول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.