ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند مرکزي روزنتون کې ۳۰۰ ماشومانو ته د زده‌‌کړو زمینه برابره شوې

د هلمند مرکزي روزنتون کې ۳۰۰ ماشومانو ته د زده‌‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
7 Sep 2024 - 16:16
د هلمند مرکزي روزنتون کې ۳۰۰ ماشومانو ته د زده‌‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
7 Sep 2024 - 16:16

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم‌الله مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، لښکرګاه ښار کې د «امام احمد ابن حبان بستي روزنتون» کې یې درې سوه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د نورو اړتیاوو ترڅنګ د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د هلمند مرکزي روزنتون ته د ۳۰۰ ماشومانو سهم ورکړل شویی، دې کې ۲۰۰ هلکان او ۱۰۰ نجونې شامل دي چې تر اوسه ۸۰ نجونې ثبت شوې او ۲۰ پاتې دي چې د هغو په ثبت سره به ۱۰۰ نجونې پوره او روزنتون ته په لنډ وخت کې ولېږل شي.»

ورته مهال، د یاد روزنتون امر مولوي حبیب رسول عمري وایي، دغو ماشومانو ته د زده‌کړو د معیاري درسي ماحول ترڅنګ د لوبو میدان، د شپې تېرولو مناسبې خونې او د درملنې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

هغه وایي: «په دغه روزنتون کې ماشومانو ته عصري او دیني زده‌کړې ورکول کېږي، درملتون او ډاکټران هم شته، ښه خواړه ورکول کېږي او بسترونه هم لري.»

د نوموړي په خبره، د زده‌کړو بهیر یې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې په عادي ډول روان دی او اوسمهال له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

دغه راز، هغه ماشومان چې په دغه‌ روزنتون کې ثبت او په زده‌کړو بوخت دي، خوښي ښيي او په خبره یې چې له هر ډول امکاناتو برخمن دي.

د وکیل‌احمد په نوم یو ۱۳ کالن ماشوم چې پلار یې د تېرو جګړو پر مهال وژل شوی وایي، دلته زده‌کړې معیاري دي او ترڅنګ یې د خوړو او نورو برخو کې له پوره امکانات برخمن یو.

هغه وویل: «درس مو هر څه مو سم دي، د غرمې او ماښام ډوډۍ مو هم سمه ده، لوبې هم همدلته کوو، د شپې هم پاتې کېږو.»

دغه راز، د عبدالرازق په نوم یو ۱۱ کلن ماشوم وايي: «موږ د شپې هم دلته یو، درس هم وايو، هر څه مو همدلته دي، موږ ډېر خوشاله یو. «

د یادونې ده، په هېواد کې د وروستیو کلونو جګړو له امله ډېر شمېر ماشومان بې‌سرپرسته شوي چې اوسمهال په سختو او درنو کارونو بوخت او له زده‌کړو محروم دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.