Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کندوز (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د کندوز ځایي مسوولینو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارو له بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د کندوز د والي ویاند زلمي حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځی څه باندې لس درسي او اداري خونې لري چې د ټولو امکاناتو په درلودو په اساسي ډول جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځی د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.»

نوموړي وویل چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د دې سیمې د زده‌کوونکو ټولې ستونزې هوارې شوې دي.

بلخوا، د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه ښوونخي پر جوړېدو خوښ دي.

د اقتاش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدالله وویل: «له دې مخکې زموږ ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ وو، یا یې په خېمو یا یې په ازاده فضا کې درس وایه، دا چې اوس دغه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوې، ډېر خوښ یو.»

دغه‌راز، د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي شفیق‌الله د دې ودانۍ پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د لرو پرتو سیمو ښوونځي لا ډېر تجهیز کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د کندوز د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د دغه ولایت لرو پرتو سیمو کې د زده‌کړو برخه کې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.