ګردېز (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): سیمهییز چارواکي وایي، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۵۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده.
پکتيا کې د شخړو هواري کمېسیون غړي اغاګل احمدزي وويل چې ياده دښمني ۵۶ کاله مخکې د ځمکې د ملکیت پر سر پیدا شوې وه او یو کس په کې وژل شوی و.
هغه زیاته کړه چې دغه دښمني نن د قومي مشرانو او سيمهییز چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د نوموړي په خبره، هڅه کوي چې د پکتيا په ټولو قومونو کې شته شخړې په نښه او وروسته به يې د قومي جرګې له لارې حل کړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار مرستیال مولوي محمد ذاهد احمدزي هم په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې ویلي چې تر اوسه د احمدزيو قوم مشرانو له خوا ۱۸ لويې شخړې حل شوې دي.
هغه له مشرانو وغوښتل چې هره قومي جرګه د شریعت په رڼا کې وکړي.
په دې ناسته کې د وژل شوي کس د کورنی غړي عربګل وويل چې د قاتل کورنۍ ته يې بښنه وکړه او له نورو خلکو يې هم وغوښتل چې دا ډول شخړې دې خپل منځ کې په بښنې کولو سره حل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن