Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د «حکیم ناصر خسرو بلخي» مقبرې د ترمیم چارې پیل شوې دي

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د «حکیم ناصر خسرو بلخي» مقبرې چې سلګونه کاله مخینه لري، د ترمیم چارې پیل شوې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري د دغه ولایت یمګان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وویل، ‎دې ولسوالۍ ته د سفر موخه یې د حکیم ناصر خسرو بلخي د مقبرې د ترمیم د چارو څارنه او ارزونه ده.

حکیم ناصر خسرو بلخي د لسمي مېلادي پېړۍ په دویمه نیمایي کې یو له مشهورو عارفانو او شاعرانو بلل کېده او د ستورو پېژندنې په علم کې یې هم شهرت درلود.

هغه زیاتوي، دغه تاریخي ابده څه باندې ۹۰۰ کاله تاریخي مخینه لري چې د تېرو ۲۰ کلونو جګړې او د درنو وسلو د ډزو له امله زیان وراوښتی او ترمیم ته جدي اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «له نېکه‌مرغه زموږ د وړاندیز او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام د منظورۍ له مخې، د دغه فرهنګي هویت د مرمت کارۍ چارې په عملي توګه پیل شوې دي چې تر دوو میاشتو به بشپړې شي.»

هغه له قراردادي شرکته غوښتي چې د دغې ابدې په ‎مرمت کولو کې دې له هغو لارو چارو او موادو استفاده وکړي کوم چې ۹۰۰ کاله مخکې استفاده شوي وو.

د یمګان ولسوالۍ د حضرت‌ سید کلي اوسېدونکی سید غیاث‌الدین چې د حکیم ناصر خسرو له تاریخي ابدې سره نږدې اوسېږي، د دې مقبرې د ترمیم کار د پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي: «د حکیم ناصر خسرو بلخي له مقبرې څخه چې زموږ په سمیه کې ده، هر کال سلګونه کورني او بهرني سیلانیان لیدنه کوي.»

خو هغه زیاته کړه چې د تېرو فرهنګي مسوولینو د نه ‎پاملرنې له امله تاریخي ابدات د ړنګېدو له ګواښ سره مخ وو، خو نن خلک د یوې تاریخي ابدې د ترمیم کار د پیل شاهدان دي او هیله ده څو بدخشان کې نور تاریخي ابدات هم ترمیم شي.

هغه زیاتوي چې دغه ابده د جمهوریت په پیل کې ترمیم شوې وه، خو د تېرو ۲۰ کلونو جګړو له امله یې ځینې برخې ویجاړې شوې وې چې جدي ترمیم ته یې اړتیا درلوده.

هغه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ‎‎ ریاست له مسوولینو وغوښتل‎ چې د دې تاریخي ابدې د ساتنې لپاره دې ساتونکي وګوماري څو بیا زیان ورته ونه رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.