Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي محصلینو ۱۹ پروژې نندارې ته وړاندې شوې

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د لومړۍ دورې محصلانو په لومړي ځل د ټکنالوژۍ برخه کې ۱۹ طرحه شوې پروژې نندارې ته وړاندې کړې.

د اروزګان پوهنتون رییس مولوي رحمت‌الله رحماني نن په دغه پوهنتون کې د کمپیوټرساینس پوهنځي د لومړۍ دورې محصلینو له لوري په جوړ شوي یو ورځني نندارتون کې د خبرو پرمهال وویل، دغه محصلین توانېدلي په کمو امکاناتو ښې لاسته‌راوړنې ولري.

هغه زیاته کړه، دغو طرحه شوو پروژو کې د یو شمېر دولتي ریاستونو لپاره د ویب‌سايټونو جوړول، د ښاروالۍ او نورو عایداتي ادارو لپاره د انلاین سیسټم فعالول، د وینې بانک ته د وینې ورکولو اړوند د عامه پوهاوي سیسټم جوړول او یو شمېر نور سافټ‌ویرونه شامل دي.

د دغه ولایت چارواکي وايي، اروزګان به ډېر ژر د ټکنالوژۍ برخه کې پر ځان بسیا شي.

ورته مهال، محصلین او د دغه نندارتون ګډونوال وايي، خوښ دي چې دغه ولایت کې په لومړي ځل د ټکنالوژۍ اړوند نندارتون کې برخه اخلي.

د اروزګان پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د څلورم کال یو محصل بریالی چې توانېدلی یو سافټ‌ویر جوړ کړي، وایي، که نور امکانات په واک کې ورکړل شي، کولی شي دې برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.