ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ

ننګرهار کې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ

author avatar
8 Sep 2024 - 16:45
ننګرهار کې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ
author avatar
8 Sep 2024 - 16:45

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): په ننګرهار ولایت کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت تر چتر لاندې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ.

مسوولين وايي، د دې ادارې د رامنځته کېدو موخه د ښوونيزو پروګرامونو تنظيمول او د هېواد په ديني ښوونيزو بنسټونو کې د درسي کيفيت لوړول دي.

دغه اداره نن د يوې غونډې پر مهال په جلال‌اباد ښار کې فعاله شوه او مسوولینو يې ډاډ ورکړ چې د دې ادارې له فعالیت سره به د ښوونيز نظام د کيفيت لوړوالي برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال معین مولوي سخاالله سعيد په دغه غونډه د يادې ادارې د رامنځته کېدو پر ارزښت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې د دې ادارې په رامنځته کېدو سره به په ننګرهار کې د ښوونې سیسټم پراختيا وکړي او کيفيت ته به يې ډېره پاملرنه وشي.

هغه وويل: «دا اداره به مسلکي سلا مشورې ورکوي، د مسلکي ټرینینګونو په ترسره کولو سره به د ښوونکو مهارتونه او وړتیاوې وده ومومي او ښوونکو ته به نوي درسي میتودونه ور زده‌کړل شي، څو د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ شي.»

بلخوا، د ننګرهار ولایت د پوهنې تدريسي مرستیال مولوي لیاقت علي عابد وايي، دوی په بېلابېلو وختونو کې د ښوونکو روزنې او ورته د زده‌کړې نوي میتود ښودلو، ساینسي مضمونونو کې د تغییراتو رامنځته کېدو پرمهال ښوونکو ته د نوو معلوماتو د شریکولو او ټرینینګونو اړتیاوې وي چې دا اداره به یې پوره کړي.

د مسلکي پراختيا ادارې کارکوونکي بیا که څه هم د دې ادارې جوړېدل يو نوښت او د وخت اړتیا ګڼي خو وایي، دې ادارې ته باید د چارو د مخته وړولو لپاره بشپړ امکانات په لاس ورکړل شي.

د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې غړی احمدالله ژمن وايي، که ولایتونو او ولسواليو ته د دوی سفرونه وي نو بايد بشپړ امکانات په لاس ورکړل شي.

د يادولو ده چې د ښوونکو د مسلکي پراختيا اداره به ښوونکو ته د منځ‌مهالې او لنډمهالې روزنې ترڅنګ په ښوونځيو کې د پوهنيز بهير د نظارت دنده هم مخته وړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.