مزارشریف (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، روان کال د هېواد په کچه له بزګرانو ۳۸ زره ټنه غنم پېري او د بېړنیو اړتیاوو په موخه یې زېرمه کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال اغاجان اخند په مشرۍ یوه پلاوي بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې له یو شمېر کروندګرو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال اغاجان اخند بزګرانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې د کرنیزو درملو له خپلسري استفادې ډډه او په دې برخه کې د کرنې ریاستونو له مسلکي کارکوونکو سره مشورې وکړي.
په همدې حال کې، د یاد وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس قدرتالله حقیار وایي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د سرپرست حکومت د مشر هبتالله اخند په فرمان له ټول هېواده د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸ زره ټڼه غنم پېري.
هغه دغه راز وویل چې دغه غنم به د کرنې وزارت په ذخایرو کې د احتکار، بیو مدیریت او بېړنیو حالاتو او د بزګرانو د ملاتړ په موخه زېرمه شي.
همدارنګه، د بلخ یو شمېر کروندګر د وزارت له دغه کاره هرکلی کوي خو د اصلاح شوو تخمونو د وېش غوښتنه کوي.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یوه کروندکر عبدالحق پژواک ته وویل چې دوی له دې مخکې غنم من په شاوخوا ۲۳۰ افغانۍ خرڅول خو یاد وزارت به هر من غنم ترې ۲۶۵ افغانۍ و پېري او څلوېښت افغانۍ ګټه به په کې وکړي.
نوموړی دغه راز وایي چې حکومت باید کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش برخه کې مرسته وکړي؛ ځکه په وینا یې، د غنمو حاصلات د تېر پر پرتله کم شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولینو په وینا، له پېرېدونکو ۳۸ زره ټنه غنمو به یې ۳۶۰۰ زره ټنه د بلخ ولایت له کروندګرو وپېري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP