Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار پر واټونو د څراغونو لګولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د غزني ښاروالي وايي چې د لس میلیون افغانیو په لګښت یې د غزني ښار د واټونو رڼا کولو په موخه د څراغونو نصبولو چارې پيل کړې دي.

د یادې پروژې د پيل پر مهال د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه رسنیو ته وویل، د ښاري ښکلا او روښانه کولو په موخه پر سړکونو د څراغونو لګولو او فعالولو چارې نن پيل کړې.

هغه وايي چې پر یادې پروژې لس میلیون افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه: «د دې پروژې لګښت د ښاروالۍ ریاست له داخلي عوایدو ورکول کېږي چې د غزني داخل د بزازۍ، کلاه سبز، درېیم او څلورم پلان، خواجه علي او قدم کلا سیمو سړکونو ته څراغونه لګول کېږي او فعالېږي.»

بل لور ته، خلک هم وايي چې دغه ډول پروژې د ښار د ښکلا لپاره مهمې دي.

په دې اړه د غزني ښار د څلورم پلان سیمې یوه اوسېدونکي حاجي حقداد پژواک ته وویل چې د غزني ښار ډېرې سیمې د شپې له مخې تیاره وي.

هغه زیاته کړه: «اوس چې دغه پروژه شروع شوه، چې کله سرته ورسېږي نو تیاره به ختمه شي او ښار به رڼا او ښایسته شي.»

د هغه په خبره، غزني د اسلامي ثقافت مرکز دی، باید ډېر کار ورته وشي؛ ځکه ډېر سيلانیان هم ورته راځي.

د غزني ښاروالۍ مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال په غزني ښار کې د ښاروالي او یو شمېر موسسو له لوري ۶۰ لویې او وړې پروژې پلې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.