ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون اووه نور ټپيان دي.

ده وویل چې د لویو لارو ساتونکو د یادې پېښې ټپیان او مړي د غزني حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې هم په یاده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.