Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې ۲۵ میلیون یورو (څه باندې ۲۶ میلیون امریکايي ډالره) له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام تېره ورځ (دوشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه بودجه به له دوی سره مرسته وکړي څو د خوراکي توکو یا نغدي مرستو له لارې یو شمېر زیانمنونکو کورنیو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بودجه به د خوړو له نړۍوال ‎پروګرام سره مرسته وکړي څو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هوایي خدمات (UNHAS) پیل کړي.

د اعلامیې له مخې، له یادې مرستې سره د خوړو نړۍوال پروګرام کولای شي څو له شاوخوا شپږ میلیون کسان سره د خوراکي توکو یا نغدي مرستې وکړي ‎او څه باندې ۲۵۰ زره امېندواره ‎او شیدې‌ورکوونکې مېرمنو او څه باندې ۱۴۰ زره ‎ماشومانو ته ځانګړې مغذي خواړه چمتو کړي ‎او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی د اړتیا وړ خوراکي توکي ترلاسه کوي او حیاتي پاملرنه ترې کېږي.

په همدې حال کې، موتینتا چیموکا په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال رییس ویلي: «په افغانستان کې د خوړو امنیت په نسبي توګه ښه شوی چې اصلي لامل یې په ټول هېواد کې د اروپايي ټولنې په ډول د نړۍوالو شریکانو له لوري، په ځانګړي توګه د ډېری هغو ښځو او ماشومانو لپاره پراخې بشري مرستې دي چې د خوړو د امنیت نشتوالي له امله ډېر زیان ورته رسېږي.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو عملیاتي رییس فرانسوا ګومانز هم ویلي: «اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو د ملاتړ پر ژمنه ولاړه ده. موږ به د خوړو نړۍوال پروګرام په شان د بشري مرستو له اوږدمهاله شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړو، څو تر ټولو ډېرو اړمنو ټولنو ته ژوند ژغورونکې مرستې ورسوو.»‎

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې دغه بنسټ تېر کال په افغانستان کې ۱۸.۶ میلیون کسانو ته ۶۰۰ زره ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې ۱۹۰ میلیونه ډالر یې په نغدي یا د کوپون په ډول ‎د کورنیو د غذايي اړتیاوو پوره کولو لپاره وېشلي دي.

د سرچینې په خبره، د یادو مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۹.۳ میلیون ښځې او نجونې او شاوخوا ۵.۸ میلیون معلولین شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د یک‌شنبې په ورځ ناروې هم ۱.۸ میلیون امریکایي ډالره له افغانستان سره مرسته کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.