کندوز ښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د کندوز د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۳۴ زره ټنه پیاز ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۱ سلنه ډېروالی ښيي.
د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلاحالدین واحدي د پیازو حاصلاتو ډېرېدو لامل د اصلاح شوو تخمونو دودېدل، د ناروغیو کنټرول او د پالنې برخه کې یې له کروندګرو سره همکاري بولي.
واحدي پژواک ته وویل: «سږ کال له ۱۳۲۹ هکټاره ځمکې ۳۴۵۵۴ ټنه پیاز ترلاسه شوي چې تېر کال دغه اندازه ۳۱ زره ټنه وه چې ۱۱ سلنه ډېروالی ښيي.»
ورته مهال، یو شمېر کروندګر د پیازو حاصلاتو ډېرېدو ته خوښ دي.
یوه کروندګر محمدابراهیم په دې اړه پژواک ته وویل: «د حاصلاتو کچه د قناعت وړ ده، د غنمو او نورو محصولاتو په پرتله یې پیازو ښه حاصل ورکړی دی.»
یوه بل کروندګر صالحمحمد وویل: «الحمدالله حاصلات ښه دي، موږ غواړو زموږ لپاره سړې خونې جوړې شي چې پیاز خراب نه شي او په ښه بیه وپلورل شي.»
کندوز د هېواد په شمال کې یو له کرنیزو ولایتونو دی چې د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو په درلودو ښه نوم لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP