غزنيښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په غزنيښار کې یوه فیلډر او فلانکوچ ډوله موټرو ټکر کړی، په قرهباغ ولسوالۍ کې یوه فلانکوچ او موټرسایکل ټکر کړی او په ګیلان ولسوالۍ کې بیا یو باربري موټر چپه شوی دی.
هغه وویل چې یادې پېښې نن ورځ پېښې شوي او له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
دی وایي چې د یادو پېښو ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP