ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه پرانیستل شوه

لوګر کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه پرانیستل شوه

author avatar
11 Sep 2024 - 17:25
لوګر کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه پرانیستل شوه
author avatar
11 Sep 2024 - 17:25

پل‌علم (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د لوګر په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې د شاوخوا شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د لوګر کلیو پراختیا او بیارغونې رييس مولوي محمدقاسم راشد پژواک ته وویل چې د اوبو دغه شبکه د بره‌کي‌برک ولسوالۍ په مومند کلي کې جوړه شوې ده.

هغه وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي ملاتړ د دې شبکې پر جوړېدو شاوخوا شپږ میلیون افغانۍ لګول شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه شبکه د نهو میاشتو په موده کې جوړه شوې چې له لارې یې ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

ده زیاته کړه: «یادې شبکې لپاره یو ژوره څاه، د ۵۰ مترمعکب اوبو په ظرفیت ذخیره، شل سولري تختې، ۷ زره متره پایپ او همدارنګه ۱۲۴ د اوبو نلکۍ نصب شوې دي.»

راشد وايي، د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له لوري په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د څښاک اوبو ګڼې شبکې تر کار لاندې دي چې په جوړېدو به یې زرګونو کورنیو ته اوبه برابرې شي.

بل لور ته، د بره‌کي‌برک ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالواحد پژواک ته وویل، د دې شبکې له پرانيستو سره د مومندو کلي سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې هم د لوګر په مرکز پل‌علم کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF)  په مالي ملاتړ د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې پرانيستل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.