ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه

ننګرهار کې د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه

author avatar
11 Sep 2024 - 17:20
ننګرهار کې د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه
author avatar
11 Sep 2024 - 17:20

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، د افغان ترک لېسو ادارې له لوري د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه.

دا څانګه نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکو او د افغان ترک لېسو ادارې مسوولینو پکې ګډون کړی و، پرانیستل شوه.

په یاده غونډه کې د ننګرهار د پوهنې رييس مولوي عزيزالله مصطفی وویل چې ترکیې له افغانستان سره  د پوهنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

نوموړي د افغان ترک لېسې له ترکي مسوولينو د افغان زده‌کوونکو او محصلينو لپاره په فيسونو کې د تخفيف، د شهيدانو، بې‌وزلو او مستحقو کورنيو ماشومانو لپاره د وړيا زده‌کړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان ترک لېسې ښوونيزې څانګې باید ولسواليو ته هم وغځول شي.

بل لور ته، د ترکيې د معارف مسوولينو د پوهنې رياست له همکاریو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د با کيفيته زده‌کړو او خپلو خدماتو پراخولو په موخه به لازمې هڅې تر سره کړي.

د يادولو وړ ده چې اوسمهال ننګرهار کې د افغان ترک لېسه شته چې له څلورم ټولګي وروسته زده‌کړو ته په کې زده کوونکي جذبېدل خو تر اوسه یې د لومړنې ښوونځي څانګه نه درلوده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.