مزارشریف (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د غالۍ اوبدلو او پروسس یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه مرکز د پرانیستې مراسمو کې د کډوالو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او د بلخ ولایت سیمهییزو چارواکو ګډون کړی و.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد وویل چې د غالۍ اوبدلو او پروسس دغه مرکز د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شاوخوا درېیو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.
په همدې حال کې، د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا وویل چې یاد مرکز د بلخ کډوالو ریاست اړوند د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د کډوالو وزارت پر ځمکه جوړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې یاد مرکز د غالۍ اوبدونکو کډوالو لپاره چې په دې برخه کې مهارت لري، جوړ شوی او په کې د غالۍ اوبدل او پروسس ترسره کېږي.
بلخوا، د دغه ښارګوټي اوسېدونکي د یاد مرکز پر جوړېدو خوښ دي.
عبدالغیاث چې له پاکستانه د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي ته راستون شوی، وایي، خوشاله دی چې په دغه ښارګوټي کې د غالۍ اوبدلو یو معیاري مرکز جوړ شو.
هغه زیاتوي چې د دغه ښارګوټي ډېری اوسېدونکي غالۍ اوبي او له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې کوي، نو دغه مرکز مرسته ورسره کوي څو خپل کارونه په معیاري توګه ترسره کړي.
د یادونې ده، نن هممهاله د دغه مرکز له پرانیستې سره سم د کډوالو وزارت له لوري د چین له خوا د مرسته شوو ۸۰ موټرو له ډلې ۷ یې چې هایلکس، هینو او امبولانس دي، د بلخ کډوالو چارو ریاست ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP