جلالاباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د قومي مشرانو په منځګړتوب ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
دغو کورنيو د ځمکې پر سر له لفظي شخړې وروسته يو پر بل ډزې کړې وې او دواړو خواوو ته مرګژوبله هم اوښتې وه چې پنځلس کاله يې دښمني پاللې وه.
تازه د يادې ولسوالۍ د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب دغه دښمني په دوستي بدله شوه او دواړو خواوو يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې.
په همدې تړاو پرون مازدیګر د يادې ولسوالۍ په چکنور کلي کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ځايي قومي مشرانو، دیني عالمانو، د دواړو کورنيو غړو او د ننګرهار ولایت چارواکو برخه اخيستې وه.
د لعلپورې ولسوال مولوي صديقالله منصور وویل چې د ملک میرانجان او یارګل کورنيو ۱۵ کاله وړاندې د ځمکې پر سر شخړه کړې وه او دواړو خواوو ته مرګژوبله په کې اوښتې وه.
دی وایي، اوس قومي مشرانو او ديني عالمانو د دواړو کورنيو ترمنځ جرګه وکړه او روغې ته یې حاضرې کړې او يو بل ته یې بښنه وکړه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې ديني عالمانو د اسلام له نظره د سولې او بښنې او قومي مشران د ولس ترمنځ د يووالي پر ارزښت وغږېدل.
په دې غونډه کې دواړو غاړو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د وروڼو په څېر خپل ژوند مخې ته وړي او يو بل ته يې د ورورۍ غاړې ورکړې.
د ملک میرانجان کورنۍ يوه غړي اجمل پژواک ته وويل، د دښمنۍ پر مهال د دواړو کورنيو ځوانان زدهکړو ته په ډاډه زړه نه شو تللای، له کار روزګار او د ژوند له ډېرو خوښيو بېبرخې وو، نو ځکه يې د روغې جوړې دې جرګې ته زړه ښه کړ او روغه یې وکړه.
نوموړي د جرګې له غړو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې روغه وکړه او دغه راز يې له نورو دا ډول کورنيو چې خپلو کې دښمني لري، وغوښتل چې د جرګو له لارې دې روغه جوړه وکړي.
په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې په ننګرهار کې لسګونه دا ډول قضیې د قومي مشرانو په منځګړتوب پر دوستۍ بدلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP