لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د لښکرګاه ښار په لومړۍ، پنځمه، اتمه، څلورمه او درېیمه ناحیو کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه: «دغه څهکم شپږ کیلومتره سړکونه چې ټول پنځه زره ۷۵۰ متره کېږي، لګښت یې د لښکرګاه ښاروالۍ له پراختیایي بودجې ورکړل شوی دی.»
په همدې حال کې، د هلمند د ترافیکو مدیر مولوي شېرمحمد حجازي وایي، د ښاري سړکونو پراختیا او جوړېدل د ترافیکي پېښو او ښاري ګډوډۍ مخنیوي برخه کې اړین دي.
هغه وویل: «کوم سړکونه چې په ښار کې بشپړ شوي، په دې سره به په ترافیکي پېښو کې کموالی راشی.»
ورته مهال، د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم د یادو پروژو پر بشپړېدو خوښ دي او زیاتوي چې حکومت باید د ښاري پراختیا برخه کې دغه ډول نورې پروژې هم پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP