Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۱۲ افغان روزونکي د کرکټ نړۍوالې شورا روزنیز کورس کې بریالي شول

۱۲ افغان روزونکي د کرکټ نړۍوالې شورا روزنیز کورس کې بریالي شول

author avatar
12 Sep 2024 - 10:16
۱۲ افغان روزونکي د کرکټ نړۍوالې شورا روزنیز کورس کې بریالي شول
author avatar
12 Sep 2024 - 10:16

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دوولس افغان روزونکي د کرکټ نړۍوالې شورا په درېیمه درجه روزنیز کورس کې بریالي شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بورډ تېر کال د لومړي ځل لپاره په خپل مالي لګښت او د کرکټ نړۍوالې شورا په تخنیکي همکارۍ د خپلو ۱۲ روزونکو لپاره چې له دې وړاندې یې دویمه درجه کورس په بریا ترسره کړی وو او د روزنې په ډګر کې یې کلونه د کور دننه او بهر لوبغاړو ته روزنه ورکړې وه، د درېیمې درجې روزنې کورس ترسره کړ.

د سرچینې په وینا، د دغه کورس په پای کې ټولو ۱۲ افغان روزونکو خپلې عملي پروژې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت دغه روزنیز کورس تېر کال د مې میاشتې په ۲۶مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې پیل شو چې روزنیز بهیر یې د کرکټ نړۍوالې شورا د پېژندل شوو استازو او ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېده.

کرکټ بورډ ویلي، د یاد روزنیز کورس په لړ کې افغان روزونکو ته د اړوند ښوونکو له لوري د اروزنې او بشپړې تجربې لپاره د یوه- یوه لوبغاړي د روزنې درې میاشتنۍ عملي پروژې ورکړل شوې وې.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د دغه روزنیز کورس په دویم پړاو کې ټولو ۱۲ افغان روزونکو په عملي ډګر کې ورکړل شوې پروژې او ارزونې په بریا سره پای ته ورسولې.

د سرچینې په خبره، د دغه کورس ګډونوال د ښوونکو له لوري په عالي نومرو سره بریالي وګڼل شول او د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري په رسمي توګه د درېیمې درجې روزونکو په توګه وپېژندل شول.

سرچینې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې او افغان کرکټ لپاره دغه کار یو ستر ګام بولي او هیله لري چې په راتلونکي کې نورو روزونکو ته هم ورته زمینه برابره کړي، څو په هېواد کې ورسره کرکټ لا ډېر وغوړیږي او په اړوند ډګر کې مجرب او په کار پوه روزونکي ولري.

سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس نصیب خان له قوله لیکلي دي: «خوشحاله یم چې افغان روزونکي د روزنې په اړوند ډګر کې د درېیمې درجې سند ترلاسه کوي او دا یو ښه فرصت و چې یادو ۱۲ روزونکو ترې په ښه ډول ګټه پورته کړه.»

نوموړي زیاته کړه: «هڅه کوو چې د نورو درجو روزونکو ته هم ډېر ژر نور روزنیز کورسونه تنظیم کړو، څو هغې موخې ته چې د نورو ډګرونو ترڅنګ یې یاد ډګر ته هم لرو، په غوره او ښه توګه ورسېږو؛ ځکه په هېواد کې د کرکټ پراختیا ته باید ډېر کار وشي چې ورته روزنیز کورسونه ډېر اړین وي.»

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، دغه بورډ له دې مخکې هم د بېلابېلو تخنیکي څانګو او برخو لپاره روزنیز کورسونه ترسره کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.