مهترلام (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې داخلي بېځایه شوو، بېرته راستنو شوو او نابینایانو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ او نن پرانیستل شو.
د لغمان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلامالرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، په مهترلام ښار کې یې نن هغه ښوونیز مرکز پرانیست چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ځایي اوسېدونکو ځوانانو، داخلي بېځایه شوو او نابینایانو لپاره جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «یاد تعلیمي مرکز په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې اته خونې، یو جومات، یو پخلنځی، تشنابونه او د پاکو اوبو سولري شبکه لري او د جوړېدو چارې یې په یوه کال کې خلاصې شوې دي.»
د نوموړي په خبره، په دغه ښوونیز مرکز کې به هغو ځوانانو ته د کمپیوټر، لیک لوست او نورو حرفوي برخو کې زدهکړې ورکول کېږي چې تازه له نورو هېوادونو څخه دغه ولایت ته راغلي، په کور دننه بېځایه شوي او یا هم نابینایان دي.
مولوي بلال وویل، د یاد ښوونیز مرکز ټول لګښت به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، اوسمهال په دغه مرکز کې ۳۰ ښځينه نابینایانې په بېلابېلو برخو کې پر زدهکړو بوختې دي چې دوه وخت خواړه او یوه اندازه میاشتنی معاش هم ترلاسه کوي.
د یادو ښځينهوو د زدهکړو موده څلور میاشتې ټاکل شوې چې له هغه وروسته به نوي ځوانان دغه مرکز ته جذب شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP