Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د یوه کانال جوړېدو چارې پيل شوې

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): خوست کې د څه باندې ۹۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې.

ځايي مسوولين وايي، د اوبو دغه کانال خوست ولايت د اسماعيل‌خېلو مندوزويو ولسوالۍ اړوند د ارخېلو په سيمه کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي لګښت جوړېږي.

د خوست د شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رييس عبدالقيوم ثابت پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کانال چې ۱۲۰۶ متره اږودوالی لري، په جوړېدو سره به يې ۱۲۲ هکتار ځمکه خړوبه شي.

نوموړي وويل، د دغه کانال چارې به په راتلونکو پنځو مياشتو کې په ښه کيفيت بشپړې شي او ۷۳۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

هغه زياته کړه، د دوی هڅه دا ده چې د ځمکو د خړوبولو او د اوبو مهارولو برخو کې د دغه ولايت اوسېدونکو لپاره بېلابېلې پرمختايي پروژې پلي کړي.

ورته مهال، د يادې سيمې اوسېدونکي وايي، د ياد کانال په جوړېدو سره به يې د کرنيزو ځمکو په حاصلاتو کې څو چنده زياتوالی راشي.

د سيمې يوه اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل، دغه کانال اوس خام دی او هر کله چې د سېلاب اوبه راشي، نو له خټو او خځلو ډک شي.

نوموړي وويل، هر کله چې دا کانال په اساسي ډول جوړ شي، نو دوی به له ډېرو اسانتياوو برخمن شي او پر وخت به خپلې کرنيزې ځمکې خړوبې کړي.

همدا ډول د سيمې يوه بل اوسېدونکي محمدرقيب وويل، که دا کانال په خپل وخت جوړ شي، نو د دوی په کرنيزو حاصلاتو کې به څو چنده زياتوالی راشي.

نوموړي دغه راز له اړونده مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ياد کانال له چارو څخه نظارت وکړي، څو چارې يې په ښه کيفيت سرته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اوبو د زیرمه کولو په موخه د افغانستان په یو شمېر ولسوالیو کې چکډیمونه جوړ شوي او په ځینو نورو کې کار پرې روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.