ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې راستنو شوو ۱۲۵ کورنیو ته د سرپناوو جوړولو چارې پیل شوې

بلخ کې راستنو شوو ۱۲۵ کورنیو ته د سرپناوو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
12 Sep 2024 - 15:03
بلخ کې راستنو شوو ۱۲۵ کورنیو ته د سرپناوو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
12 Sep 2024 - 15:03

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت یو شمېر ولسوالیو کې ۱۲۵ راستنو شوو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.

د مسوولینو په وینا، دغه سرپناوې به له پاکستان او ایرانه د راستنو شوو کورنیو په واک کې ورکړل شي.

د بلخ کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، دغه ۱۲۵ سرپناوې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي او پر هر شلټر څه باندې درې سوه زره افغانۍ لګښت راځي.

هغه دغه راز زیاتوي چې یادې سرپناوې یا شلټرونه به له ایران او پاکستانه راستنو شوو کډوالو ته په اختیار کې ورکړل شي.

نوموړی دغه راز وایي چې یاد شلټرونه به زارې، چهاربولک، کلدار، نهرشاهي او مزارشریف ښار کې جوړ او چارې به یې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په دغه ولایت کې ډېرو کډوالو ته سرپناوې جوړې او هغوی په کې ځای پر ځای کړي.

ابو ادریس د دغه سازمان له لوري کډوالو ته د سرپناوو جوړولو هرکلی وکړ او له نورو بنسټونو یې هم وغوښتل څو د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.

بلخوا، یو شمېر کډوال د دغو سرپناوو جوړېدو ته خوښ دي.

محمداسمعیل چې له پاکستانه په زور راایستل شوی، د دغو سرپناوو جوړېدو ته خوښ دی خو له حکومته نورو کډوالو ته هم د سرپناوو جوړېدو غوښتنه کوي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال له پیله له پاکستانه ۱۵۰۰ کورنۍ دغه ولایت ته راستنې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.