ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې څه باندې ۱۲۵ کیلومتره سړکونه پراخ او جوړ کړي

کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې څه باندې ۱۲۵ کیلومتره سړکونه پراخ او جوړ کړي

author avatar
12 Sep 2024 - 16:24
کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې څه باندې ۱۲۵ کیلومتره سړکونه پراخ او جوړ کړي
author avatar
12 Sep 2024 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): کابل ښاروالي وایي چې تېر یوه کال کې یې په ټولیز ډول ‎۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه پراخ او جوړ کړي دي.

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په دوام، نن (پنج‌شنبه) د کابل ښاروالۍ ‎د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپل راپور وړاندې کړ.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي مشاور نعمت‌الله بارکزي وویل چې په مشخص ډول په کابل ښار کې پر پنځو اساسي ‎محورونو کار کوي چې هر یو یې خپلې ځانکړې نورې برخې لري.

هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې کابل کې ۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه چې له څلورو تر ۶۰ مترو سور لري، د قیر کولو، کانکریټ‎ او د تیږو په لګولو سره ‎ پراخ او جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه ‎چې د سړک جوړول یوازې د قیراچونې موضوع نه ده، بلکې د سروې او د املاکو پلان ته هم اړتیا لري، خو کابل ښار ۷۵ سلنه بې‌پلانه جوړ شوی دی.

هغه وویل ‎چې کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې ۷۳ زره او ۸۵۲ مترمربع نور سړکونه هم په ‎قیر کولو سره بیارغولي دي.‎

بارکزي څرګنده کړه، استملاک یوه ډېره اساسي موضوع ده ‎چې د دې له لارې کېدای شي په کابل ښار کې عام‌المنفعه پروژې پلې کړي او په دغه ښار کې د سړک جوړولو موضوع هم له استملاک پرته ناشونې ده.‎

هغه وویل چې کابل ښاروالۍ تېر یوه کال کې د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې دوه زره او ۳۹۸ جایداد ‎استملاک کړي چې له دې ډلې د ۲۳۴ جایدادو مالکانو ‎خپل حقوق ترلاسه کړي او څه باندې یو نیم میلیارد افغانۍ خلکو ته ‎وېشل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي مشاور څرګنده کړه چې خلک باید د خپلو کورونو حقوقي ستونزې حل کړي او وروسته ‎به ‎د استملاک پیسې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، کابل ښاروالۍ توانېدلې چې د تېر کال په پرتله سږ کال خپل عواید شاوخوا یو میلیارد افغانۍ زیات کړي او دا یوه تاریخي موضوع ده.

د نوموړي په خبره، تېر یوه کال کې یې د عوایدو ټولولو له درکه ‎څه باندې ‎شپږ میلیارده او ۱۵۳ میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.‎

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.