کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت سرپرست کونړ ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې خلک دې په زور نه، بلکې د فکر او پوهې له لارې د حق لور ته راوبلل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکسپاڼه لیکلي چې خلیفه سراجالدین حقاني او د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي پرون د سیمهییزو مسوولینو او مجاهدینو لپاره د ظرفیت لوړونې جوړ شوي سیمینار پایغونډه کې د ګډون په موخه کونړ ولایت ته سفر کړی و.
سرچینې زیاته کړې چې هغوی هلته له ځايي حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.
قانع لیکلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ځايي امنیتي ځواکونو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د دغه ولایت خلک او مجاهدین د اشغال په مقابل کې د مبارزې په لومړیو صفونو کې ولاړ وو.
سرچینې د حقاني له قوله لیکلي: «دښمنان زموږ له اتفاقه وېرېږي، نو باید له شکونو او بدګومانیو ځان وساتو، تل له څېړنې او تحقیق وروسته پرېکړې کوئ او د زور پر ځای د فکري او ذهني پوهې له لارې خلک د حق لوري ته راجلبوئ.»
هغه دغه راز ځايي مسوولینو او امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي: «له اضافي مصارفو او اسراف څخه ځان وساتئ، د حکومتي وسایلو او موټرو ښه ساتنه وکړئ او د بیتالمال د وسایلو له غیرمسوولانه استعماله ډډه وکړئ.»
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست کونړ ولایت ته سفر کوي او له ځايي مسوولینو او قومي مشرانو سره ګوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP