ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د نيزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

پکتيکا کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د نيزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

author avatar
14 Sep 2024 - 11:42
پکتيکا کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د نيزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې
author avatar
14 Sep 2024 - 11:42

ښرنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): پکتيکا کې د شپږو ولایتونو د ۷۲ لوبغاړو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ د غزني د لوبغاړو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د پکتيکا ولايت د ورزش امر عثمان سيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سیالۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د پکتیکا، زابل، پکتيا، خوست، غزني او ميدان‌وردګو ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

هغه وايي، دغه سیالۍ د مرکز ښرنې په ورزشي لوبغالي کې پر لار اچول شوې وې چې له هر ولایت څخه په کې ۱۲-۱۲ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ د غزني لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د هغه په خبره له يادو سياليو موخه ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او دوديزو لوبو ته وده ورکول وو.

بل لورته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي ګل‌عزیز پژواک ته وویل چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو ترڅنګ د خلکو ترمنځ یووالی هم رامنځته کوي.

هغه وويل: «په پکتیکا کې مونږ د نیزه‌وهنې یو رسمي میدان په ښرنه کې لرو، دوه نور غیر رسمي میدانونه په ولسوالیو کې دي، خو مونږ ته دې معیاري میدانونه جوړ شي او کله چې ولایتونو ته د سیالیو لپاره ځو مونږ ته دې ترانسپورټ راکړل شي.»

د پکتیکا ورزش امريت مسوولينو د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د ولایتونو په کچه د نیزه‌وهنې رسمي سیالۍ ترسره کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.