کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړیو او پټرول او ډیزلو بیې ټیټې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۱۷مه یو امریکايي ډالر په ۷۰ اعشاریه ۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.
د حاجي محمدحسین په وینا، د مرکزي بانک له لوري بازار ته د ډالرو عرضه کېدو ترڅنګ د ټاپي پروژې پرانیستل هم د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو لامل شوی دی.
ورته مهال، د کابل ښار د شهزاده سرای صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي محمدطاهر قیومي وویل چې د ډالرو ارزښت د ټیټېدو لامل د ټاپي پروژې پرانیستل او له هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعاملاتو پراختیا ده.
هغه زیاته کړه: «دغه راز د میوو ټولولو موسم دی، په ځانګړي توګه د انګورو د حاصلاتو پر مهال افغانۍ تل د امریکايي ډالر پر وړاندې باثباته وي.»
د نفتي توکو د بيو ټیټېدل
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۳ څخه ۶۱ افغانیو ته او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۶۶ څخه ۶۴ افغانیو ته ټیټې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د نړۍوالو بیو د ارزانېدو او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د پټرول او ډیزل تېلو بیې ټیټې شوې دي.
خو د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یوه ګازپلورونکي محمدشریف وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن هم یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.
د خوراکي توکو د بیو ټیټېدل
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۸۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۵۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۴۵۰ څخه ۱۴۳۰ افغانیو ته ټیټې شوې دي.
د صافي په وینا، د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت د ټیټېدو له امله د یادو خوراکي توکو بیې د کابل ښار په بازارونو کې هم ټیټې شوې دي.
خو نوموړی وايي چې د تېرو اوو ورځو په څېر نن ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو مارکېټ کې یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سروزرو د بیو لوړېدل
د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالحزاده د سروزرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۶۵۰ څخه ۴۸۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۶۵۰ څخه ۳۸۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د سروزرو د پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سروزرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP