ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چرګوړو او هګيو د توليد یو فارم پرانیستل شو

ننګرهار کې د چرګوړو او هګيو د توليد یو فارم پرانیستل شو

author avatar
14 Sep 2024 - 16:15
ننګرهار کې د چرګوړو او هګيو د توليد یو فارم پرانیستل شو
author avatar
14 Sep 2024 - 16:15

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د يو سوداګر په ۳۰ ميليون افغانۍ پانګونه د چرګوړو او هګيو د تولید يو فارم جوړ شو.

دغه فارم نن عملاً کار پيل کړ چې د مسوولینو په خبره، د هګيو پر تولید سربېره به دغه فارم د ورځنیو چرګوړو تولید هم کوي چې تر اوسه دا چرګوړي له پاکستانه راوړل کېږي.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن د یاد فارم په پرانیستو خوښي وښوده او په ټولو قانوني چارو کې یي د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، زرګونه یو ورځني چرګوړي له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي، خو د کرنې اداره هڅه کوي یاد سکټور د یو ورځنیو چرګوړو تولید برخه کې پر ځان بسیا کړي.

دغه راز، د ننګرهار کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني وویل ننګرهار کې د چرګانو تولید سکټور پیاوړتیا لپاره په مختلفو برخو کې کار کوي چې د چرګانو د یاد فارم د پرانیستې موخه هم د دغه سکټور پر پښو درول دي.

رحماني زیاته کړه، په دغه فارم کې به ۲۰ زره چرګې د هګیو او د یو ورځنیو چرګوړو تولید په موخه روزل کېږي.

نوموړي وویل، په یاد فارم کې ۲۰ مسلکي او ۱۵۰ غیر مسلکي کارګرو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د «اخوت» په نوم د دغه فارم د جوړونکي شرکت مسوولين وايي چې اوسمهال پر دغه فارم څه باندې ۳۰ میليونه افغانۍ پانګونه شوې او د وخت په تېرېدو به دا پانګونه لا زیاته شي چې ورسره به تولیدات ډېر او خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.

د یادونې ده چې په ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ښه وده کړې او دا مهال په کې سلګونه د چرګانونو روزنې فارمونه فعال دي چې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.