کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د روسیې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د «کلتوري اتحاد» په ناسته کې ویلي، افغانستان کې د کلتوري میراثونو او تاریخي ځایونو بیارغونې او امنیت ته پام شوی او د قاچاق او غیرقانوني کېندنو مخه یې نیول شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه تېره اونۍ روسیې هېواد ته تللی و.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هغه نن په سنټ پيټرزبورګ ښار کې د «کلتوري اتحاد» ناستې ته چې د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو د کلتور وزيرانو په کې ګډون کړی و، وينا وکړه.
خیرخواه ویلي: «افغانستان د پنځوسو کلونو جګړو له امله له نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو برخه کې ډېر زيان ليدلی دی؛ ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و چې پر ټول ارضي تماميت حاکميت ولري، په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډېر زيان وليدو او سياحتي جاذبې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې.»
ده ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيارغونې، ثبات او امنيت ته جدي توجه شوې ده، له قاچاق او غیرقانوني کېندنو څخه پوره مخنيوی شوی دی.
هغه زیاته کړې، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیارغول شوي او له ټولې نړۍ څخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت بهترين فرصتونه برابر شوي دي.
خیرخواه ویلي، دا ډول ناستې کولای شي چې د نړۍ او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړولو او د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا کې ګټور رول ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP