ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي

لوګر کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي

author avatar
15 Sep 2024 - 16:40
لوګر کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي
author avatar
15 Sep 2024 - 16:40

پل‌علم (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالۍ کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ریاست په رهبرۍ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ازره ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړو کمپاین  پيل شوی دی.

انس زیاته کړه: «امنیتي ځواکونو د مرکز پل‌علم په روس میدان سیمه کې پنځه سوه جریب او د ازرې ولسوالۍ په خړې تېږې، خړ ورسک، تور کاڼي او ګورګاڼې سیمو کې شاوخوا ۲ زره جریب بنګې له منځه وړې دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو ټول کښتونه له منځه نه وي وړل شوي.

دغه راز، د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حنیف‌الله پژواک ته وویل، که څه هم چې حکومت اعلان کړی و خو بیا هم د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې خلکو بنګې کرلې وې.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت باید له خلکو سره د بدیل کښتونو او وسایلو برخو کې همکاري وکړي څو بنګې ونه کري.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په لوګر کې د نشه‌يي توکو زرګونه جریب کښت له منځه وړل شوی و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.