کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): سیمهییزې سرچینې وایي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په واشير ولسوالۍ کې له ۴۱۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه وویل چې یاده مرسته د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ ووېشل شوې.
ده زیاته کړه چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، څه باندې شپږ کیلو مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شول.
دغه راز، د سرپل د شهیدانو او معلولینو ریاست د ټولنیزو خدمتونو مدیر قاري محمدعالم وایي چې په دغه ولایت کې له د یتیمانو او شهیدانو له ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ده وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ یوه بوجۍ اوړه، ۱۵ لېتره غوړي، ۲۴ کیلو وریجې، لس کیلو نخود، لس کیلو لوبیا او ۲۰ کیلو بوره ورکړل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن