ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: صنعتي پارکونو کې  مو د ځمکو لپاره څه باندې ۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي

عزیزي: صنعتي پارکونو کې  مو د ځمکو لپاره څه باندې ۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي

author avatar
15 Sep 2024 - 12:02
عزیزي: صنعتي پارکونو کې  مو د ځمکو لپاره څه باندې ۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي
author avatar
15 Sep 2024 - 12:02

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تر اوسه یې په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ځانګړې کولو لپاره له پانګه‌والو څه باندې ۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د صنعتي سیمو (پارکونو) قانون د تنفیذ څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه.

عزیزي په دې ناسته کې ویلي، د اقتصاد برخه کې دا لومړی قانون دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې توشیح شوی دی.

هغه ویلي، ژمنه یې کړې وه چې هېواد به د صنعتي کېدو پر لور بیایي او تر اوسه یې په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ځانګړې کولو لپاره له پانګه‌والو څه باندې ۸۰۰ درخواستونه ترلاسه کړي دي.

یاد وزارت لیکلي چې په یاده غونډه کې دغه راز ګډونوالو ته هم په دې اړه معلومات ورکړل شول.

د روان کال د تېرې چنګاښ میاشتې په پنځمه د صنعت او سوادګرۍ وزارت وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح شو او موخه یې د ځمکې د وېش مدیریت، پانګونې ته د زمینې برابرول او د صنعتي ساحو ساتنه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.