غزنيښار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د غزني د مرکز او ولسوالیو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ د کانګفو غوراوي سیالۍ پيل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ په درېیو کټګوریو (لویان، ځوانان او تنکي ځوانان) کې ترسره شوې
هغه وايي چې د یادو سیالیو په پای کې ۲۴ کسان د غزني ولایت د کانګفو د منتخې لوبډلې په توګه وټاکل شول.
دغه راز، یوه لوبغاړي عارفالله پژواک اژانس ته وویل چې د دغو سیالیو ترسره کېدو ته ډېر خوښ دی.
خو ده ټینګار وکړ چې حکومت باید دوی ته په ملي او نړۍواله کچه د سیالیو ترسره کولو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، درې میاشتې مخکې هم په غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو سیالۍ ترسره شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن