کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د میدانښار د تورو تيږو سیمه کې د یوه بار وړونکي او فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په پېښه کې د يوې کورنۍ درېیو غړو، پلار، مور او یوې لور ژوند لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټپیان د میدانښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيایي وضعيت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د وږي په ۲۱مه هم د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن