ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ۵۱ کلپونو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ پیل شوې

کابل کې د ۵۱ کلپونو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ پیل شوې

author avatar
16 Sep 2024 - 16:42
کابل کې د ۵۱ کلپونو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ پیل شوې
author avatar
16 Sep 2024 - 16:42

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې له ۵۱ کلپونو څخه د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيزه جمنازيوم کې د کابل ښار له ۵۱ کلپونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د المپیک ملي کمېټې ویلي، یادې سیالۍ د نوو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو په عمري کټګورۍ کې ترسره کېږي چې له ۳۲ کیلوګرام څخه تر ۸۵ کیلوګرام پورې په بېلابېلو وزنونو کې ورزشکارانو په‌کې برخه اخیستې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یادې سیالۍ به درې ورځې په کابل کې دوام ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو سياليو په پايله کې به له هرې عمري کټګورۍ څخه ۲۴ لوبغاړي چې ټول ۷۲ ورزشکاران کېږي، د کابل ښار د کونګ‌فو منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.