ګردېز (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د پکتيا مرکزي زندان کې د زندانيانو د تفريح په موخه د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په ګډون مشاعره ترسره شوه.
په ياده مشاعره کې يو شمېر شاعرانو وطني شعرونه ولوستل او ځينو نورو بيا ازاد غزلونه په لوړ غږ ترنم کړل.
د پکتيا د مرکزي زندان ريس مولوي سهيل سعيد وويل له دا ډول مشاعرو جوړولو يې موخه د زندانيانو لپاره تفريح برابرول دي.
هغه وويل، د دا ډول پروګرامونو جوړول کولی شي چې د زندانيانو له ذهنو څخه د زندان اثرات ختم کړي.
هغه وويل:«تاسو خپله مشاعره وليده چې ډېره په خوند ترسره شوه نو دا ډول مشاعرې څخه يو هدف د زندانيانو لپاره تفريح ده او بل دا ډول پروګرامونو ته علما راځي او اصلاحي بيانونه کوي.»
ب لورته زندانيان هم خوښ دي چې دا ډول پروګرام ورته جوړ شو.
د دوی له ډلې رحمان الله پژواک ته وويل چې د زندان دننه د دا ډول مشاعرو جوړول د زندانيانو پ رواني او ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي.
هغه وويل چې په زندان کې ورته د ديني او عصري زده کړو ترڅنګ د حرفوي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.
د یادونې و ده چې تر دې وړاندې د پکتیا په زندان کې دا ډول مشاعره ترسره شوې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن