ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني پوهنتون محصلین د لیلیې له نشتوالي شکایت کوي

د غزني پوهنتون محصلین د لیلیې له نشتوالي شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د غزني پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د لیلیې نشتوالي له امله اړ دي په شخصي ځایونو کې و اوسېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه محصلين وایي، په غزني پوهنتون کې د محصلينو اوسېدو لپاره د تېر حکومت پر مهال د یوې ودانۍ جوړولو چارې تر ډېره مخ ته تللې دي چې په کم لګښت سره بشپړېدای شي.

د یادو محصلینو له ډلې د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل چې پوهنتون کې د ليلیې نشتون له امله دوی په شخصي ځايونو کې اوسېږي.

نوموړي وویل: «غزني پوهنتون په یوه دښته کې دی، پوهنتون ته نږدې شخصي بلاکونه هم وجود نه لري چې په کرایه یې ونیسو، هره ورځ ښار ته ځو او راځو چې دا ډېر لوړ لګښت دی، محصلین یې نه شي پوره کولای.»

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د پوهنتون د ليلیې ودانۍ پاتې چارې بشپړې کړي او محصلينو ته یې په واک کې ورکړي.

نوموړي وويل: «دلته ډېری محصلين پيسې نه لري، د همدغو زياتو مصارفو له امله ځیني یې اړ کېږي چې زده‌کړې پرېږدي، که ليلیه وي مشکلات به ډېر کم شي.»

دغه راز، د میدان‌وردګو ولایت یوه اوسېدونکي او د غزني پوهنتون محصل محمدمختار هم پژواک ته وويل چې د لیلیې نشتون له امله محصلین په شخصي ځایونو کې لوړې کرايې ورکوي او له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «ډېر محصلين له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د لګښتونو پوره کولو وس نه لري او د زده‌کړو پر وړاندې دا يو لوی خنډ دی، له حکومته مو غوښتنه ده چې ليلیه فعاله کړي.»

د یاد پوهنتون یو شمېر نورو محصلینو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لورته مسوولین هم د محصلینو یاده ستونزه تاييدوي.

د غزني پوهنتون رييس مولوي عبدالواسع منصور پژواک ته وويل چې د پوهنتون په داخل کې د ليلیې او يو شمېر نورو ودانيو چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې څه وخت مخکې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې له يادو ودانيو څخه ليدنه وکړه او د کارونو د پيل کېدو ژمنه یې وکړه.

نوموړي وويل: «د ليلیې ودانۍ چارې د تېر حکومت پر مهال ٪۹۶ سلنه مخ ته تللې چې د پوهنتون داخل کې د ليلیې او نورو ودانيو د پاتې چارو بررسي لپاره له وزارته يو هيئت هم راغلی و، نو اميد شته چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه شروع او بشپړ شي.»

د غزني پوهنتون مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه پوهنتون په اووه پوهنځيو کې شاوخوا څلور زره محصلين پر زده‌کړو بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.