کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د ازادو لوبو یو افغان لوبغاړی احمدسهیل حسنزاده له خپل امریکایي سیال ډیلان مانټیلو سره نن لوبه کوي.
احمدسهیل حسنزاده پر خپله فېسبوکپاڼه خپل او د خپل امریکایي سیال عکسونه خپاره کړي چې په کې لیکل شوي، د سپټمبر په ۱۷مه (د وږي ۲۷مه) به دواړه لوبه ترسره کوي.
دغه سیالي «یواېفسي» سازمان ته د لار موندنې په موخه د امریکا په لاسوګاس ایالات کې په «ډینا وایټ کانټینډر» سازمان کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، احمدسهیل حسنزاده چې په امریکا کې ژوند کوي، تر دې مهاله یې ۱۴ لوبې ترسره کړې دي چې ۱۱ یې ګټلې او درې یې بایللې دي.
دغه راز، د هغه امریکایي سیال بیا ۱۱ لوبې ترسره کړې چې ۸ یې ګتلې او درې یې بایللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP