ترینکوټ (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د یوه چکډیم په ګډون د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
د اروزګان د والي مرستیال ملا باريګل اخند د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اوبو د مهارولو په موخه یې دغه پروژې د ولسونو په غوښتنه پیل کړې دي چې ټول لګښت یې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري ورکول کېږي.
هغه وویل، د دغو پروژو ټولیز ارزښت ۳۰۰ زره امریکايي ډالر دی چې د یوه چکډیم، د درېیو ویالو د سربندونو او د استنادي دېوالونو د جوړېدو سربېره د ویالو پاکارۍ چارې هم پهکې شاملې دي.
ورته مهال، د ترینکوټ د سیندیزي فرعي حوزې ریاست مسوول مولوي خلیلالرحمن عمر وویل، د دغو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، یادو پروژو کې به په ورځنۍ توګه څه کم زر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.
د یادونې ده، د ترینکوټ ښار اوسېدونکي د دغو پروژو په پیل خوښ دي او له حکومته د ورته نورو بنسټيزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP